Добавить новость

В Подмосковье прошел круглый стол по вопросам повышения качества образования

Выставка памяти военных фотожурналистов и тружеников тыла пройдет на ВДНХ

В Раменском округе определили совершенствование торговых объектов как приоритетную задачу

Герпетолог Еромолов: даже неядовитых змей нельзя держать без подготовки



World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په افغانستان کې له یوه زیات ودونه او له مخکېنیو ښځو سره د مېړونو د تاوتریخوالي کیسې

د افغانستان غوندې يو هېواد کې چې خلک او ځوانان د يوه او لومړي واده کولو توان نه لري، همدې هېواد کې شته داسې کسان چې دوهم درېيم ان څلور ودونه هم کوي.


بسګله د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې او د اتو ماشومانو مور ده.


نوموړې وايي، مېړه يې دوهمه ښځه د دې لپاره چې دې تعليم نه وه کړى.


بسګله، چې اوس شاوخوا د ۴٠ کلونو ده، وايي چې اوه کاله مخکې يې مېړه دوهم واده کړى چې له امله يې دا اړ شوه چې ژوند کې ډېرې سختۍ وګالي.


هغه وايي: "ماته د ښځې نظر نه کوي، وايي چې ته بې سواده يې، بدرنګه يې، بچو ته مې هم سم نظر نه کوي، جامې او نور ضروري شيان هم نه ورته اخلي، ماته وايي چې ولې د مور او پلار په تا تعليم نه کاوه، چې دوهمه ښځه يې وکړه خلک به ماته راتلل، ويل به يې په تا څه شوي وو، په تا خو يې دوهمه ښځه وکړه، ډېره سخته راباندې تېرېده."


دا يوازې بسګله نه ده چې په افغانستان کې د دې دود قرباني ده، زرګونه ښځې شته چې د دې ناوړه دود له امله يې ژوند له تاواريخوالي سره مخ دى.




کليمه په همدې ولايت کې بله ښځه ده چې د دې په خبره په ١٣ کلنۍ کې يې پلار داسې چا ته واده کړې چې عمر يې تر دې ډېر لوړ و، خو بيا يې هم دوهم واده پرې کړى.




هغه وايي: "زما اولاد نه کېده، ځکه زه وړه ومه، خواښې به مې ويلې چې ولې اولاد نه کېږي، ژوند مې تريخ و، د وخت په تېرېدو سره لويه شوم، خداى اولاد راکړ، کرار کرار مې ژوند يو څه ښه کېده چې لېور مې مړ شو، ښځه يې پاتې شوه، مېړه مې وويل چې زه دا په نکاح کوم، بله بن راباندې راغله، ډک کور راباندې راننوت، ټول مونږ سره اوسېدل، مېړه خو مې له مخکې هم چندان ښه نه و راسره، خو چې دا بله راغله بېخي وضيعت خراب شو، هغې له به يې نظر کاوه، ما ته نه سختې ورځې شپې وې تېرېدې."


د نوموړې په خبره، موده وروسته يې په کورنيو جګړو کې خاوند شهيد شوى او بيا يې لېوره دا ځانته په زور او جبر نکاج کړې.


کليمه اته ماشومان لري چې پنځه يې د لومړي خاوند څخه دي او درې له دوهمه څخه.


نوموړې وايي، دا او ماشومان يې بې سرپرسته او له سختو حالاتو سره مخ دي.


خو دا يوازې هغه ښځې نه دي چې دوهم واده يا بن پرې راغلې، هغه ښځې چې د دوهمې ښځې په صفت د لوړ ولور يا د ورور په بدل او يا هم د خپل پلار د پورونو د پرې کولو په بدله کې يو کور ته ننوځي هم له دې تاوتريخوالي سره مخ کېږي.


عايشه بيا هغه مېرمن ده کې د دوهمې ښځې په صفت واده شوې ده.


نوموړې وايي چې پلار يې د ډېرو پيسو په بدل کې داسې کس ته ورکړې چې وار د مخه واده شوى و.




هغه وايي: "زه مې د خاوند دوهمه ښځه يم، زما خاوند دوه ښځې کړي، اول يې اقتصاد ډېر کمزورى و، اولې ښځې يې ډېرې خوارۍ ورسره تېرې کړې وې چې وضعیت يې ښه شو بيا مې پلار چې ډېر د پيسو شوقي و، زه ورته ورکړم، اول کې زما ژوند تر يو وخته ښه و، خو وروسته يې بيا اقتصادي وضيعت خراب شو، اوس چې د هغې ماشومان هم ډېر دي او زما هم نه‌شي کولى دواړه وساتي، اوس مونږ دواړه له ډېرو ستونزو سره مخ يو."


له دې حالت سره د افغانستان په ګوډ ګوډ کې ښځې مخ دي او خلکو د يو دود په شکل منلى او هیچا يې تر اوسه پر وړاندې غږ نه دى پورته کړى، خو په دې وروستيو کې هنرمندې آسيې محرابي د دوهم واده په نوم يوه سندره بللې چې ښکاره په‌کې د يوې ښځې احساسات بيان شوي چې څه پرې تېرېږي کله چې د خپل د ژوند د ملګري د دوهم واده غږ پرې وشي.


اسيه محرابي وايي، له دې سندرې له ويلو يې موخه د دې دود پر وړاندې غږ پورته کول دي.


"اصلاً پر يوې ښځې بنه راوستل يا د بلې ښځې بنه کېدل خپله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي يو ډول دى، که يې خپله مېړه بله ښځه کوي يا يې خور يا مور پرې راولي يا خپله يوه ښځه د لومړۍ ښځې بنه کېږي، دا ټول يو ګناه کوي يو جرم کوي، ځکه له لومړۍ ښځې څخه يې مېړه اخلي، له اولادونو څخه يې پلار اخلي، دا خپله د يو ښځې د ژوند د نيمګړولو په مانا ده، د ژوند د تقسيمولو په مانا ده، په دې وروستيو کې هغه کسان چې د ډيموکراسۍ آزادۍ د ښځو د حقونو په اړه په رسنيو کې خبرې کوي او پېژندل شوې څېرې دي، هغوى هم دا ناروا کړې."


ډېرى هغه کسان چې دوه او درې ودونه يې کړي ډېرى وخت ځانته په دې برائت ورکوي چې د اسلام په مقدس دين کې دوى ته د دوهم او درېيم واده اجازه ورکړل شوې، خو د اسلام حکم په دې اړه څه دى؟




په دې اړه ديني عالم مولوي عبدالصبور په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "که تاسو وېره درلوده چې تاسو به د مېرمنو ترمنځ عدل او انصاف نه‌شواى مراعتولى نو تاسو پر يوې ښځې اکتفا وکړئ، د ودونو کسرت پر دې مشروط دى چې ترمنځ يې انصاف وکړي، د ټولو برابر حقوق ورکړي د هغه په غير صرورت کې اجازه نه‌شته چې سړى دوه درې نکاح وې وکړي."


د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو چې په وار وار نړيوالو سازمانونو يې هم په اړه اندېښنه ښودلې، هېواد کې چې خلک د اول واده کولو توان نه لري شته داسې کسان چې دوهم او درېيم ودونه هم کوي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده واک ته د طالبانو له بیا رسېدو شاوخوا اوه میاشتې مخکې "د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په نیمایي کې" په یوه فرمان کې له خپلو غړو وغوښتل چې متعدد ودونه دې نه کوي، ځکه چې په وینا یې د مخالفانو د انتقاد ګوته ورګرځي.


نوموړي د ۲۰۲۲م کال په مې میاشت کې بیا په‌دې اړه فرمان ورکړ او خپل غړي یې "له غیرضروري متعددو او په ډېرو لګښتونو سره" له ودونو منع کړل.


هبت‌الله اخندزاده دغه فرمان داسې مهال صادر کړ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو شمېر طالبانو دویمو ودونو ته مخه کړه او د ځينو د ودونو جنجالي کیسې او نانندرۍ ټولنیزو رسنیو ته هم راووتې.


یو شمېر ټولنپوهان په ټولنه کې حاکمه بې‌وزلي او بې‌کاري هم د متعددو ودونو یوه زمینه یادوي او وایي، ګڼ شمېر کسان د اقتصادي ستونزو له کبله مجبورېږي چې خپلې لوڼې په بنو ورکړي.

Читайте на 123ru.net


Новости 24/7 DirectAdvert - доход для вашего сайта



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city

Мособлдума разработает законопроект об ответственном ведении бизнеса

Оксана Федорова завершила казанскую часть своего фестиваля гала-концертом

Мининвест Подмосковья напомнил о доступных площадках для бизнеса вблизи ЦКАД

Суздаль принял межрегиональные состязания дзюдоистов

Музыкальные новости

LG ВОШЛА В СПИСОК САМЫХ ИННОВАЦИОННЫХ КОМПАНИЙ 2025 ГОДА ПО ВЕРСИИ FAST COMPANY

«Он был нашим общим папой» // В Москве простились с отцом Филиппа Киркорова Бедросом

Дзюба покинул расположение сборной России перед матчем с командой Замбии

Долгожданное открытие клиники «Философия красоты»

Новости России

Мособлдума разработает законопроект об ответственном ведении бизнеса

Шпион-перебежчик из СССР Гордиевский умер в Великобритании

"Динамо" из Минска одержало крупную победу над ЦСКА

Панков: в Москве объединили «Ленком» и «Центр драматургии»

Экология в России и мире

Снимки Джастина Бибера в «самом счастливом месте на Земле» шокировали поклонников: певца сравнили с Бритни Спирс

Как отдохнуть в Черногории с комфортом? Остановиться на вилле от Cape Montenegro Villas

«Много денег на Авторадио»: второй финал

Обычные красители против смертельной болезни: токсиколог Кутушов рассказал о применении Родамин-6G

Спорт в России и мире

Медведев проиграл 56-й ракетке мира во втором круге турнира ATP в Майами

«Я не верил своим глазам». Владимир Познер выразил удивление по матчу Елены Рыбакиной

Анна Калинская стартовала с победы на турнире WTA-1000 в Майами

Екатерина Александрова не смогла пробиться в 3-й круг турнира WTA-1000 в Майами

Moscow.media

Количество доставок малогабаритных грузов выросло на 75% по итогам прошлого года – «Деловые Линии»

Терминал сбора данных (ТСД) промышленного класса SAOTRON RT42G

Путепровод в Людинове Калужской области закроют на реконструкцию

«Много денег на Авторадио»: второй финал











Топ новостей на этот час

Rss.plus






Шпион-перебежчик из СССР Гордиевский умер в Великобритании

Выставка и кинопоказ пройдут в Музее Победы в честь 100-летия Иннокентия Смоктуновского

"Динамо" из Минска одержало крупную победу над ЦСКА

«За всю жизнь завел только одних друзей»: как прошло прощание с Бедросом Киркоровым