Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان په سوداګريزو توکو بار لومړنی اورګاډی له چین څخه بلخ ته ورسېد

د افغانستان په سوداګریزو مالونو بار لومړنی اورګاډی پرون له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان له قلمروونو تر اوښتو وروسته مزارشریف ته ورسېد.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې خبر ورکړ چې په دې اورګاډي کې ټول ۵۵ کانټینرونه بارګیري شوي وو او په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته ورسېد.

بیان یادونه کوي چې دا اورګاډی به د بېرته ستنېدو پر مهال د افغانستان ځینې صادراتي توکي له ځان سره چین او د لارې پرسر پرتو نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوو شیاو یونګ او سفیر جاو شینګ پرون په سیاسي چارو کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر او نورو چارواکو سره وکتل.

د طالبانو حکومت تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو چین یوازینی هېواد دی چې که څه هم د طالبانو واکمني یې په رسمیت نه ده پېژندلې، مګر له کابل سره یې خورا ټینګ اړیکي جوړ کړي دي.

د سیاسي چارو څارونکی غوث جانباز له آزادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه چې ولې طالبان د چین او چین د طالبانو لپاره اهمیت لري، وايي: "طالبان دوو اساسي اړتیاوو ته ډېرزیات لېواله دي. د دوی د غوښتنو سرټکی د دوی په رسمیت پېژندل دي او له بلې خوا طالبان دې ته هم لېواله دي چې چین به بالاخره په افغانستان کې لویې پانګونې وکړي او چین په افغانستان کې درې اساسي موخې لري. له نورو هېوادونو لکه له روسیې، ایران او منځنۍ آسیا سره چې منطقوي تعاملات لري، د تروریستي ډلو ټپلو دفع کول او درېیمه موخه یې اقتصادي او تجارتي اړیکي دي."

چین په عین حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان سره تاوده اړیکې پالي، د افغانستان له لوري یولړ اندېښنې هم لري.

طالبان مخکې له دې چې واک ته ورسېږي، د چین له اویغور وسله والو او ځینو نورو ډلو سره چې څوک د سیمې او څوک د نړۍ په کچه د ترهګرو ډلو په توګه پېژندل کېږي، د نژدې اړیکو سابقه لري، مګر وروسته له دې چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول تل یې دا ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د نړۍ د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ ته اجازه نه ورکوي.

خو وروسته له دې چې د لړم په ۲۷مه د افغانستان پولې ته نژدې د تاجکستان په خاوره کې یو چینایی وګړی د وسله والو په ډزو ووژل شو او ۴ نور ټپیان شول د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د بیجینګ د نړیوالو خبرواترو له مرکز سره په مرکه کې اندېښنه څرګنده کړه چې په افغانستان کې له شلو ډېرې ترهګرې ډلې فعالې دي.

یوو شیاو یونګ وویل چې دا ډلې د چین او د سیمې د نورو هېوادونو امنیت ګواښي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus