Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا او تفاهم د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وشو

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له ځینو چارواکو سره وکتل.


د چین دغه چارواکي د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره تر کتنې وروسته د یکشنبې ماښام پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې دوی د افغانستان د بیارغونې لپاره د ښه ګاونډیتوب د اړیکو د پراخولو په هدف د ګډ کار پر دوام خبرې وکړې.


تر دې مخکې د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د چین ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ یې د اړیکو او تفاهم پر ښه کولو ټینګار وکړ.


په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر له قوله راغلي چې افغانستان له چین سره ښې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.


د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د طالبانو د دفاع له سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد سره هم کتلي دي.


د طالبانو دفاع وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لوریو پر اقتصادي همکاریو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، پولو، پانګونې او نورو مسایلو خبرې وکړې.


وړاندې راغلي چې مجاهد چین د افغانانو یو مهم ګاونډی او شریک وباله او په ګډو برخو کې یې د همکارۍ لپاره د طالبانو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.


یوشیایو یونګ شاوخوا یوه اوونۍ وروسته له هغې کابل ته تللی چې د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان په خاوره کې یو چینایي وګړی ووژل شو او څلور نور چینایان ټپیان شول.


باخبرو سرچینو چې د امنیتي دلایلو له مخې یې د نوم له څرګندولو ډډه کوله ازادي راډیو ته ویلي چې دا برید د لړم پر ۲۷مه د افغانستان له خاورې شوی و.


د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او پر تاجکستان یې غږ کړی چې په دې اړه پلټنې وکړي.


د تاجکستان حکومت او طالبانو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


د طالبانو د اعلامیې له مخې، د دوی د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي، د طالبانو حکومت ټولو ګاونډیانو او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه به هیچا ته ګواښ نه پېښېږي.


دغه چینايي چارواکي تېره اوونۍ د بیجینګ ډیالوګ له مرکز سره په مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.


چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دغې ډلې سفیر یې منلی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus