په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا د څارنې اداره یا سیګار وایي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د څه باندې شلو کلونو هڅو په اوږدو کې د متحدایالتونو دولتي ادارې، د اساسي چمتووالي په برخه کې له یوې دوامدارې تشې سره مخامخې وې، چې دې کار په دوامداره توګه په مناسب وخت کې پر دندو د وړ کسانو د ګومارلو مخه ډب کړې وه.
سیګار دغه ارزونه "د افغانستان له بیارغونې څه درس اخیستل کېدای شي" په اړه په خپل دیارلسم راپور کې، چې پرون جمعه یې خپور کړ، اخیستې.
سیګار وایي، د دغو دوو لسیزو په اوږدو کې د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، د نړیوالې پراختیا ادارې او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت لپاره ډېر فرصتونه وو چې د کارونو د ترسره کولو لپاره د دولت جوړونې بنسټونه جوړ کړي.
خو سیاسي مهالوېش چې د اوږدمهاله فکر مخه یې نیوله، دا ناشونې کړې وه چې دوی په اغېزمن ډول د افغانستان د بیارغونې لپاره پر خپلو ادارو پانګونه وکړي.
د سیګار د راپور لهمخې پالیسۍ جوړونکو ګومان کاوه چې کولی شي یوازې د ارادې له لارې بدلون رامنځته کړي او زیاتوي دوی په چټکۍ د یوه داسې ماموریت د بشپړولو لپاره چې په هر مهال کې خورا ستونزمن و، مهالوېش یا سیاسي فشارونه راوستي و.
د سیګار په خبره تر ټولو ستر ستراتېژیک تصور چې د لنډمهاله ذهنیت پر اساس رامنځته شوی و، ښایي د هغه پرسونل ګومارنه، روزنه، همغږي او ځای پر ځای کول وو چې د هېواد پر بیارغونې یې څارنه کوله.
سیګار وایي، د ۲۰۰۱کال په وروستیو کې چې د بن په کنفرانس کې په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام اساس کېښودل شو، تر ړنګېدو پورې یې یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې تر پنځلسمې پورې، پهدې هېواد کې د شاوخوا ۸۳۲ زره امریکایي پوځیانو ترڅنګ په زرګونو امریکایي ملکي کارکونکو هم دندې ترسره کړې دي.
د سیګار په خبره ډېری دغو پوځیانو او کارکونکو د افغانستان د بیارغونې، د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د روزنې، ملکي ادارو د جوړولو، اقتصاد او مدني ټولنې پر هڅو د ۱۴۵ ميلیارډ ډالرو لګښتونو په هڅو کې برخه اخیستې وه.