د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو پر روسیې او ایران تور لګولی دی چې، د ناسمو معلوماتو د خپرولو او د سایبري حملو د کمپاین له لارې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مسئله کې په خلکو کې د اختلاف راوستو هڅه کوي.
دا پهداسې حال کې ده چې د امریکا خلک نن د نوامبر پنځمه نوي ولسمشر د غوره کولو لپاره د رایو ورکولو مرکزونو ته ځي.
د امریکا د استخباراتو ملي دفتر، د فدرال تحقیقاتو ادارې یا FBI او د ملي تاسیساتو د سایبري امنیت ادارې پرون په یوه بیان کې وویل، په روسیه پورې تړلي عناصر د دې لپاره چې د امریکا د انتخاباتو مشروعیت زیانمن کړي، په خلکو کې ویره خپره کړي او د دې ناسم روایت په تبلیغ سره چې ګنې امریکایان د سیاسي لومړیتوبونو په خاطر د یوبل پر وړاندې له تشدد څخه کار اخلي، جعلي ویډیوګانې جوړوي او مقالې خپروي.
په بیان کې راغلي چې، دا هڅې د انتخاباتو د مسوولو چارواکو پر وړاندې د تشدد د پارونې خطر رامنځته کولای شي.
د امریکا استخباراتي ادارو له څو میاشتو راهیسې د هغو هڅو په اړه خبرداری ورکړی، چې د امریکا د انتخاباتو پر بهیر د اغېز لپاره د دوی په وینا د روسیې په ملاتړ ترسره کېږي.