له نن څخه شپږ کاله مخکې د افغانستان د رسنیو کورنۍ د یوې خونړۍ حملې شاهده وه چې په کې د رسنیو کارکوونکي په نښه شوي وو.د ۲۰۱۸م کال د اپرېل په ۳۰مه خبریالان د یوې چاودنې خبري پوښښ لپاره راټول شوي وو چې بله چاودنه وشوه.په دې پېښه کې د ازادي راډیو د دوو خبریالانو په ګډون د رسنیو ۹ کارکوونکي ووژل شول.