د بهرنيو چارو وزارت مخ ته چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ ژوبل دي
د کابل لپاره د طالبانو د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران وايي، د کابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند د ملک اصغر په څلور لارې کې امنيتي چيک پواينټ ته نږدې يو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري په نښه شو.
دا بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه شوی دی.
خالد ځدران وايي، د بريدګر د وژل کېدو په پايله کې هغه سره چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله یې ۶ ملکي کسان وژل شوي او یو شمیر ټپیان شوي.
نوموړي ويلي، په پېښه کې ۳ تنه طالب عسکر هم ټپیان شوي.
خو کابل کې د ايمرجنسي روغتون پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزارته مخ ته له چاودنې دوی ته تر اوسه د يو ماشوم په ګډون ۱۲ ټپيان ور وړل شوي دي او دوه ټپيان دوی ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي.
بل پلو د بهرنيو چارو وزارت کې یوه ډيپلوماتیکه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د بهرنیو چارو وزارت مخ ته پر چک پاینټ ځانمرګی برید شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت نهدی منلی.
د تېر کال مرغومې په ۲۱مه هم د طالبانو د بهرنيو چارو پر وزارت بريد وشو چې پهکې د ياد وزارت ۱۶ ډيپلوماټان ووژل شول او تر ۴۰ ډېر کسان پهکې ژوبل شول.
د طالبانو پر بهرنيو چارو وزارت د تېر کال بريد مسؤليت داعش وسلهوالې ډلې منلی و.