Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يونېسف: افغانستان کې د ماينونو د خطر د کمېدو په اړه د پوهاوي هڅې تېزوو

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف وایي، په افغانستان کې ناچاودي مهمات پر ماشومانو ویجاړوونکی اغېز لري.


د افغانستان لپاره د یونېسف څانګې پرون یکشنبې په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې، په ۲۰۲۲ کال له اوه سوه زیات ماشومان له جګړې راپاتې د ناچاودي مهماتو او وسیلو په چاودنه کې مړه یا معلول شوي دي.




د دې صندوق په وینا په متوسط ډول هره ورځ دوه ماشومان د ماینونو او نورو ناچاوده وسیلو قرباني شوي او زیاتوي، دا مهمه ده چې د ماشومانو د ساتنې لپاره په ګډه کار وکړو.


یونېسف ویلي چې، یوازې تېره اوونۍ په افغانستان کې اته ماشومان د ناچاوده مهماتو د چاودنې په پېښو کې مړه شول.


د دې ادارې په وینا دوی هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې له دغو وسیلو سره يې لوبې کولې، یا یې زړې وسپنې د خرڅلاو لپاره راټولولې.


یوه پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ د بدخشان ولایت د تګاب کشم ولسوالۍ په شهیدګان کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې، څو ماشومانو چې یو لاسي بم یې موندلی او هغه یې له نورې وسپنې سره د پلور لپاره لېږداوه، پرې وچاودېد.




په دې پېښه کې د چارواکو په وینا دوه ماشومان مړه شول او پنځه نور ټپیان دي.


تر دې پېښې درې ورځې وړاندې په غور ولایت کې د لاسي بم چاودنې په ورته پېښه کې پنځه ماشومان او د هغوی مور مړه شوي وو.


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، د ماینونو د خطرونو په اړه د پوهاوي هڅې تېزوي ترڅو ماشومانو، د هغوی پالونکو او ټولنې ته په دې برخه کې زده کړې ورکړي.


یونېسف همدارنګه ويلي چې، د هغو کورنیو او ماشومانو به چې ماین چاودنو اغېزمن کړي، رواني ملاتړ وکړي.


د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړې دغې ادارې ویلي چې، موږ باید په ګډه د ماین پاکۍ د هڅو ملاتړ وکړو، د ماینونو د خطرونو له پوهاوي او هم له اغېزمن شویو قربانیانو سره مرسته وکړو.




د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راهیسې له دې هېواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمېدو په ترڅ کې، د ماین پاکۍ په برخه کې هم مرستې کمې شوې دي.


په تېرو څه باندې شلو کلونو کې د جګړو د مختلفو لورو له‌خوا ډېرې ځمکې پر ماینونو پوښل شوي چې، د کارپوهانو په وینا پاکول یې کلونه کلونه وخت او مالي سرچینو ته اړتیا لري.


د ملګروملتونو د شمېرو له ‌مخې د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر له میاشتې راهیسې چې دې ادارې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د ثبت رسمي پروسه پیل کړې، په دې هېواد کې د جګړو له امله لږ تر لږه ۱۱۸ زره او ۴۴۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus