د اوکراین ولسمشر، ولودمیر زلنسکي وايي اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې په مهم ختیځ ښار سیورو-دونیڅک کې د روسیې شدید عملیات په شا وتمبوي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي، چې پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل نن جمعه سل ورځې پوره شوې.
ناټو ویلي چې پر اوکراین د روسیې یرغل «د بربادۍ په جګړه» بدل شوی او مسکو نه دی توانېدلی چې خپل هدف چې په چټکۍ بریا خپلول وو، ترلاسه کړي.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي تېره شپه ناوخته په خپله وینا کې وویل، د اوکراین ځواکونو په سیورودونیڅک کې د جګړې پر مهال ځینې بریاوې ترلاسه کړې.
نوموړي وويل: "
او په دې اړه څه ویل به تر وخت مخکې وي. دا د لیسیچانسک، باخموت او نورو ښارونو په په څېر تر ټولو له سختو ساحو ده."
د برېتانیا دفاع وزارت په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې نن ویلي، چې د روسیې اصلي پلان ته په پام سره، مسکو نه دی توانېدلی خپل یو ستراتیژیک هدف هم ترلاسه کړي.
د برېتانیا د دفاع وزارت په خبره، روسي ځواکونه د کییف او د اوکراین د نورو دولتي مرکزونو د نیولو لپاره په خپلو لومړنیو اهدافو کې پاتې راغلي دي.
د بریتانیا د دفاع وزارت په خپلو اطلاعاتو کې ویلي، د اوکراین ثابته دفاع او په هغو لومړیو کې ۲۴ ساعتونو کې کییف ته نږدې د هوستومیل په نوم د هوايي اډې د نیولو لپاره د روسیې ناکامي د دې سبب شوه، چې د مسکو عملیات په شا وتمبول شي.
د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، چې په سیورودونیڅک کې چې د چارواکو په خبره ۸۰ فیصده د روسي ځواکونو په کنټرول کې دی، کور پر کور جګړه روانه ده.
په همدې حال کې اوکرایني ځواکونه چې هڅه کوي د روسي پوځیانو مخه ونیسي، د هغو پرمختللو وسلو ترلاسه کولو ته انتظار دي، چې واشنګټن یې د ورکړې ژمنه کړې وه.
د لوهانسک سیمې د پوځي څانګې مشر، سرهي هېدې ویلي، د ماشومانو په ګډون شا و خوا ۸۰۰ کسان لا هم د سیورو دونیڅک ښار د یوې فابریکې په تهکاوۍ کې پټ دي.
د ده په وینا ډېری دغه کسان هغه ځايي اوسېدونکي دي، چې ورڅخه له دغه ښاره د وتلو غوښتنه شوې، خو د ده په خبره مخه یې نیول شوې ده.