افغان فوټبال لوبغاړی مصطفی حدید په جرمني کې له خپل پخواني فوټبال کلپ سره یوځای شو.
مصطفی حدید چې په ۲۰۰۹کال کې د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره یو ځای شو، په ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته کډوال شو او هلته یي د جرمني د فوټبال لیګونو په څو مطرح کلپونو کې د فوټبال ډګر په بېلابېلو موقعیتونو کې لوبې وکړې.
حدید په وروستیو کلونو کې د التونا۹۳ په نوم له فوټبال کلپه له وتلو وروسته د افغانستان ملي ټیم لپاره په څو کورنیو او بهرنیو سیالیو کې لوبه وکړه.
د فوټبال دغې وتلې څېرې په لومړیو کې د فوټبال ډګر په یرغلیزه لیکه کې لوبه کوله، خو د جنوبی اسیا فوټبال سیالیو په مهال د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په ترکیب کې بیا دفاعی کرښې ته ورستون شو.
حدید په دې وروستیو کې یوځل بیا د جرمني التونا۹۳ کلپ سره یوځای شوی دی.