افغان خبریال فیصل مدرس او دوه ملګري یې د طالبانو له بنده خوشې شول.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې یا CPJ تېره اوونۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې مدرس نږدې دوه اوونۍ مخکې له خپلو همکارانو ادریس رحیمي او میلاد عزیزي سره د کابل په نوي ښار کې په یو رسټورانټ کې ونیول شول.
یوټیوبر مدرس پرون کابل لوورز په نوم پر خپل یوټیوب چینل راڅرګند شو او د طالبانو له زندان څخه خپلې خاطرې یې بیان کړې.
مدرس وویل:" د یوه ټکي یادونه باید وکړم چې تحقیقات په ډېر ښه شکل ترسره شول، نه د زور مسئله وه نه د ځورولو. یوازینۍ مسئله چې زموږ لپاره ځورونکي وه، همدا وه چې یوه موده په زندان کې وو."
ښاغلي مدرس وویل چې دی په پنجشېر ولایت کې د یوه ملکي وګړي د وژنې په غبرګون کې د خلکو د اعتراضونو په اړه له راپور ورکولو وروسته نیول شوی و.