د مقاومت د جبهې د پخواني ویاند فهیم دشتي میرمن وایی چی د خپل میړه د قتل د څرنګوالي په اړه کره معلومات لري، خو وروسته به یی له رسنیو سره شریک کړي. میرمن دشتي چې له خپلو درې بچیانو سره دا مهال په البانیا کې ژوند کوي ټاکل شوې چې په کاناډا کې پناه واخلي.
خبریال او د سیاسی مسایلو تحلیلګر، فهیم دشتي، چې د اګست په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمنیدو سره د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت له جبهې سره یوځاي شو، پر پنجشیر د طالبانو د یرغل په لومړنیو ورځو کې په قتل ورسید.
حسیبې اټکپال په دې راپور کې له سیاره دشتي سره خبرې کړي او د فهیم دشتي د قتل په اړه د بیلابیلو روایتونو مو خبروي.