ټاکل شوې د رزمي سیالیو افغان اتل نصرت الله اخُندزاده له روسي سیال سره لوبه ترسره کړي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکي چې نصرت الله اخُندزاده د همدې میلادي میاشتې په پای کې له خپل روسي سیال سره په روسیه کې د لوبې ډګر ته ننوځي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د EFC سازمان له خوا د همدې میاشتې په ۲۹ مه نېټه ترسره کېږي.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اخُندزاده په خپل مسلکي ریکارډ کې ۴ بریاوې او ۲ ماتې لري او د هغه سیال چې د اماتور برخه کې ښه ریکارډ لري په دې برخه کې یوه لوبه کړې چې په لومړي راونډ کې یې په تخنیکي ګوزار سره ګټلې ده.