د انګلستان کرکټ بورډ پاکستان ته سفر او لوبې لغوه کړې.
دغه بورډ دوشنبه مازېګر په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سیمه کې حالات اندېښمنوونکي دي، نو له دې امله نه غواړي چې په لوبغاړو باندې له حده زیات فشار راولي.
د پاکستان د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا د انګلستان په دې پرېکړه سخت خپګان او غوصه ښکاره کړې:"د انګلستان په نه لوبېدو ډېر خپه شوو. خو د دې کار تمه کېدله. ځکه دا لویدیځ بلاک سره یو کېږي متاسفانه او بیا د یو بل د ملاتړ هڅه کوي."
تر دې څو ورځې مخکې هم نیوزیلنډ له پاکستان سره لوبې د امنیتي ګواښونو په سبب لغوه کړې.
رمیز راجا بیا وايي چې دا لویدیځ هېوادونه له پاکستان سره د نه لوبېدو لپاره بې ځایه پلمې لټوي.
تمه وه د انګلستان د کرکټ ملي ټیم د اکتوبر په ۱۳ او ۱۴ مه له پاکستان سره په دغه هېواد کې دننه دوه شل اوریزې لوبې وکړي، خو اوس یې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا لوبې لغوه کړي او تر څنګ یې د پاکستان له کرکټ بورډه بښنه غوښتې چې له ډېر چمتووالي سربېره ورسره نه شي لوبېدلی.