د ایران ولسمشر وايي، هېواد یې له افغانستان سره پر پوله د داعش ډلې ظهور ته اجازه نه ورکوي.
ابراهیم رئیسي دا خبرداری نن شنبه تاجکستان ته د خپل سفر په پای کې د خبرو پر مهال ورکړ: "په افغانستان کې د داعش حضور نه یوازې افغانستان، بلکې سیمې ته هم خطرناک دی. موږ په هېڅ ډول نه شو منلی چې تروریستي جریان او داعش زموږ د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شي، نورو هېوادونو، سیمې یا هم افغانستان ته ضربه ورکړي."
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو څه باندې میاشت مخکې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه.
ایران چې له افغانستان سره شااو خوا ۹۰۰ کیلومتره اوږده پوله لري، لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.