د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه هېله منده ده چې امریکا ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې هم تازه ژمنې ترلاسه شي.
د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن پنجشنبه (د چنګاښ په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې تر سېپټمبر میاشتې وروسته چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدې د امریکا د مرستو دوام یوه مهمه مساله ده.
جمهوري ریاست هم تمه ښودلې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته د دوه ورځني سفر په لړ کې به له افغانستان سره د امریکا په اقتصادي او انکشافي برخو کې د همکاریو په را جلبولو کې هم بحث او خبرې وکړي.
جمهوري ریاست نن پنجشنبه (د چنګاښ ۳مه) په یو بیان کې ویلي چې ولسمشر غني به د دغه دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو په نوي فصل او د اقتصادي همکاریو په دوام ټینګار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا تر دې وړاندې له افغانستان سره د ۳ سوه میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړې.
امریکایي چارواکو ټېنګار کړی چې د سېپټمبر تر ۱۱مې نېټې وروسته چې له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو وتل بشپړیږي امریکا به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.