د کونړ ولایت هغه ولسوالۍ چې په کرایي او ویجاړ کور کې فعالیت کوي. که څه هم په کونړ کې د شلتن ولسوالۍ د جوړېدو پنځه کاله کېږي، خو دا ولسوالۍ لا هم ودانۍ نه لري.
د ولسوالۍ کار کوونکي په یوه کرایه شوي او ویجاړ کور کې کار کوي او وايي چې دوی د دې سیمه ییز دفتر لپاره مناسب ځای نه لري.
شلټن د کونړ یوه له هغه ولسوالیو څخه ده چې له پاکستان سره ګډه پوله لري.
بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره لیدلی شئ: