د امریکا متحدایالاتونو پر سعودي چارواکو فشار زیات کړی چې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې نور اقدامات وکړي.
د سپینې ماڼۍ په یوه استخباراتي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو راغلي چې د خاشقجي قتل سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تایید کړی و.
په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر عبدالله المعلمي پرون دا راپور رد کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه(د کب ۱۱مه) وویل، متحدو ایالاتو سعودي عربستان ته په ډاګه ویلي دي چې د خاشقجي وژنه لا هم امریکا ته د منلو وړ نه ده.
ښاغلي پرایس وویل، امریکا له سعودي غوښتي چې د خاشقجي د قاتلانو بانډ منحل کړي او د هېواد په بنسټونو کې سیسټماټیک اصلاحات راولي، څو په بهر کې د سعودي د حکومت د مخالفینو پرضد د فعالیتونو بندېدل یقیني شي.
پر واشنګټن انتقادونه په زیاتېدو دي چې ولې یې په دې قضیه کې د بن سلمان پر ضد اقدام نه دی کړی، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي پرون دوشنبې په یوه خبري غونډه کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "له تاریخي پلوه د امریکا ولسمشرانو- که ډیموکراتان وو، که جمهوریپال، د هغو هېوادونو د حکومتي رهبرانو پرضد اقدام نه دی کړی چې موږ ډیپلوماتیکې اړیکې ورسره لرو."
جمال خاشقجي د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته تری تم شو او باور دا دی چې همالته وژل شوی او مړی یې له منځه وړل شوی دی.