د پاکستان د بلوچستان د سوداګرو د ټولنې مشر او د پښتونخوا عوامي ګوند مخکښ غړی الله داد ترین ووژل شو.
پولیسو وویل چې الله داد ترین په پښین کې پرون د دوشنبې (د لړم ۱۹مه) د ماښام له لمانځه وروسته کور ته روان وو چې ډزې پرې وشوې او ساه یې ورکړه.
پولیس وایي چې برید کوونکي له سیمې تښتیدلې دي او تراوسه چا د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.