په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د واليبال غوره ليګ سيالۍ پېلیږي.
د افغانستان د واليبال فدراسيون فني مسؤل نعمتالله وايي، دغو لوبو ته د چمتوالي په لړ کې تېره ورځ پچه اچونه ترسره شوه او د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به لوبې پیل شي چې ۷ ورځې به دوام وکړي.
نعمتالله زیاتوي، دا لومړى ځل دی چې په افغانستان کې د واليبال د غوره ليګ سيالۍ کېږي، چې د اوس لپاره دغه سيالۍ د شپږو زونونو ترمنځ پلان شوې او هڅه دا ده چې دا زونونو نور هم زیات شي.
له دې وړاندې په افغانستان کې د کرکټ، فوټبال او یو شمېر نورو لوبو غوره لیک سیالۍ شوې وې، خو د والیبال دا لومړی وار دی.