عراقچي: "له متحدو ایالتونو سره خبرو ته لیوالتیا نه لرو"
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، ایران له متحده ایالاتو سره خبرو ته لېوالتیا نه لري. عراقچي له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه چې د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۱۵ خپره شوه وویل: " موږ کافي باثباته او قوي یو. موږ یوازې د خپلو خلکو دفاع کوو." نوموړي په دې څرګندونو سره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دریځ رد کړ چې ګواکې تهران غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه وکړي. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې عراقچي زیاته کړه: "موږ هېڅ دلیل نه وینو چې ولې باید له امریکایانو سره خبرې وکړو، ځکه موږ له هغوی سره په خبرو بوخت وو چې پریکړه یې وکړي چې پرموږ برید وکړي."
ولسمشرټرمپ له ان بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل چې ایران غواړي یوه هوکړه وکړي، خو زه نه غواړم ځکه چې شرایط یې تر اوسه کافي ښه نه دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ چې امریکایي ځواکونه به د هرمز تنګي په شمال کې د ایران پرسواحلو بریدونه زیات کړي تر څو د تېلو د لېږد د بیا پیل لپاره لاره هواره شي.