له ۱۹ کلنو د لږ عمره کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام پایلوبه
له نولس کلنو د لږ عمره کرکټ نړیوال جام په پایلوبه کې د جمعې په ورځ( د جنوري ۶ مه) د انګلستان او هند لوبډلې مخامخیږي. انګلستان په نیمه پایلوبه کې استرالیا او هند افغانستان ته ماتې ورکړه.د پنځوس اورونو په دې نړیوال جام کې د نړۍ شپاړس لوبډلو برخه واخیسته چې د جنوري په پنځلسمه د نامیبیا او زیمبابوې په کوربتوب پیل شو.د دې نړیوال جام پایلوبه د زیمبابوې په پلازمینه هرارې کې د کابل په وخت د جمعې د ورځې د غرمې دولس بجې پیلیږي.