کیلیان امباپه د کال د ګولونو په شمېر کې د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه
د ریال مادرید د فوټبال ستوري کیلیان امباپه په یوه کال کې خپلې لوبډلې ته د ۵۹ ګولونو په وهلو سره، د کریستیانو رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوه.امباپه چې د خپلې زوکړې په ورځ یې لوبه کوله، د لوبې تر پایه فرصت ته په تمه شو، خو وروسته یې پنالټي ضربو کې ګولونه ووهل او ځان یې د رونالډو د ۲۰۱۳ کال ریکارډ ته ورسوه.دغه ۲۷ کلن یرغلیز لوبغاړي دغه شیبه په هغه معروف حرکت سره ولمانځله چې معمولا یې رونالډو ترسره کوي.په دغې لوبه کې چې تیره شپه ترسره شوه، ریال مادرید خپلې سیالې لوبډلې سیویا ته دوه- صفر ماته ورکړه.اوس د لالیګا د سیالیو په جدول کې ریال مادرید له بارسولونا وروسته په دویم کتار کې دی.