کرملین: له امریکایانو سره دې د اوکراین په اړه د خبرو جزییات پټ پاتې شي
د ځینو راپورونو له مخې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکوف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین په اړه د سولې له خبرو تش لاس ستون شوی.
بل لور ته مسکو ویلي دي چې د دې خبرو جزییات له رسنیو سره نه شریکوو او جرمني بیا پر روسیې شک کړی دی چې د سولې خبرو ته دې لیواله وي.