د کاتولیکو عیسویانو مشر د استانبول یوه مشهور جومات ته ولاړ، هلته یې شل دقیقې تیرې کړې
د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ لېو ترکیې ته د خپل څلورورځني سفر په ترڅ کې نن شنبه ( د لیندۍ ۸مه) د استانبول مشهور جومات ته ولاړ.رویټرز لیکلي چې لیو جومات ته په ننوتلو د درناوي په پار، خپل بوټان و ایستل، خو لمونځ یې ونه کړ.دا د کاتولیکو عیسویانو د مشر په توګه، د مسلمانانو عبادت ځای ته د پاپ لیو لومړنی سفر ګڼل کیږي.لېو شاوخوا شل دقیقې د استانبول د دغه مشهور جومات، چې شاوخوا لس زره لمونځ کوونکي په کې ځایېږي، ننداره وکړه.