په واشګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د شکرګزارۍ (ټنکس ګیفینګ) له رختصۍ یو ورځ مخکې د امریکا ملي ګارد پر دوو سرتېرو د یو شکمن افغان وګړي له برید وروسته، د امریکا حکومت اعلان کړی چې «د اندېښنې وړ» هېوادونو د وګړو د ګرین کارټونو «بشپړه او جدي» بیا ارزونه پیلوي.