پېښور کې د سرحدي پولیسو پر مرکز ځانمرګی او وسله وال برید شوی دی
وسله والو کسانو نن سهار ( دوشنبه د لیندۍ ۳مه) پیښور کې د سرحدي ملیشه سرتیرو پر یوه مرکز ځانمرګی او وسله وال برید کړی دی.رویټرز د یوې سرچینې په حواله ویلي، یوه ځانمرګي د سرحدي پولیسو د دغه مرکز دروازې سره ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چوولي او بل هغه مرکز ته دننه شوی دی.پر مرکز د برید کوونکو کسانو شمېر لا معلوم نه دی او سیمه د پولیسو او پوځیانو له خوا کلا بنده شوې ده.پیښه کې سملاسي د لږ تر لږه درې کسانو د وژنې راپور ورکړل شوی دی.د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې موقعیت لري او نژدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی.د برید مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.