له لفظي شخړو د یو بل تر ستاینو ؛ممداني او ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل
د نیویارک ځوان او منتخب مسلمان ښاروال، زهران ممداني، په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.
د نیویارک د کیڼ اړخي ډیموکراټ ښاروال او د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ترمنځ د جمعې د ورځې دغه غونډه د تمې خلاف د خندا، ټوکو او د ډونالډ ټرمپ لخوا د ځوان ښاروال په ستاینه پای ته ورسیده.
مخکې له دې چې ممداني ټاکنې وګټي، هغه او ډونالډ ټرمپ په مکرر ډول په یو بل نیوکې کړې وې، او د امریکا ولسمشر د نیویارک د ښاروالي په ټاکنو کې د ممداني د سیال، انډریو کوومو ملاتړ کړی وو.
ممداني څو ځلې د غزې د جګړې په مهال د اسراییلو د ملاتړ او د مهاجرت دمحدودیتونو په اړه د ټرمپ ادارې پر پالیسیو نیوکه کړې وه.
د نیویارک د ښاروالۍ د ټاکنو د کمپاین په جریان کې، ټرمپ ګواښ کړی و چې که ممداني یې وګټي نو دغه ښار به د ملیاردونو ډالرو فدرالي تمویل څخه محروم کړي.
خو د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دوی غونډه د ټرمپ د خندا، ټوکو او د ممداني د موسکا څخه ډکه وه.
ډونالډ ټرمپ د غونډې په جریان کې په خپلې دې یوې ژمنې سره ټول حیران کړل چې وویل: "موږ به د هغه سره د هرچا د هیلو په ترسره کیدو کې مرسته وکړو: د یو پياوړي او ډیر خوندي نیویارک د هیلو."
ټرمپ څو ځله د ممداني لپاره په خپله مرسته او ملاتړ ټینګار وکړ، حتی خبریالانو ته یې وویل چې په دې کې "هیڅ ستونزه نشته" چې ممداني دی "مستبد" بللی دی.
زهران ممداني هم د ښي اړخي ولسمشر سره خپله لیدنه "ډیره ګټوره" وبلله او د متحده ایالاتو د مالي او اقتصادي پلازمینې،( نیویارک) لپاره یې د ګډې مینې په اړه خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ له غونډې وروسته، په خپلې ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې ولیکل: "د نیویارک د نوي ښاروال زهران ممداني سره لیدل یو لوی ویاړ و."
ټاکل شوې ده چې د نیویارک نوی ښاروال د ۲۰۲۶ کال د جنوري په لومړۍ نیټه لوړه وکړي.