ایران کې د سږکال له پېله ۷۲ افغانان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، د روان میلادي کال له پېله په ایران کې له ۷۰ زیات افغانان اعدام شوي دي.
په ناروې کې د مېشت دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعدامونه د کال له پيله د اکتوبر تر نیمایي پورې موده کې اجرا شوي." سږ کال په لس نیمو میاشتو کې ۷۲ افغانان اعدام شوي، داسې ښکاري چې سږکال د اعدام شویو افغانانو شمېر به د تېر کال پرتله ډېر وي."
د هغه په خبره، تېر کال په ایران کې د اعدام شویو افغانانو شمېر ۸۰ تنه وو.
مقدم وایي، افغانان تر ډېره د نشه یي توکو د قاچاق اړوند جرمونو او قتل په خاطر اعدام شوي، خو ټینګار کوي چې د محکمو جریان عادلانه نه و.
د هغه په خبره، تورن کسان په لومړیو پړاونو کې مدافع وکیل ته لاسرسی نه لري او تر ډیره د هغو اعترافاتو له کبله اعدام شوي چې په زور او ربړونه ترې اخیستل شوي دي.
که څه هم په ایران کې د زنداني افغانانو شمېر معلوم نه دی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېر کال ویلي و چې د پام وړ شمېر افغانان هلته بندیان دي.