امریکا کې هغه افغان په ۱۵ کاله زندان محکوم شو چې د ټاکنو په ورځ یې د برید پلان درلود
یو افغان وګړی د امریکا د تېر کال د ټاکنو په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش په استازیتوب د برید د طرحې په جرم په ۱۵ کاله حبس محکوم شو.۱۹ کلن عبدالله حاجي زاده په اپریل میاشته کې اعتراف وکړ چې د برید په هدف یې د وسلې او ځینېو مهماتو د اخیستو هڅه کړې وه.حاجي زاده او یو ملګری یې ۲۸ کلن نصیر احمد توحیدي د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشته کې په اوکلاهما ایالت کې د نومبر د پنځمې له ټاکنو څو اونۍ مخکې ونیول شول.توحیدي هم خپل جرم باندې اعتراف کړی، خو تراوسه محکمې د هغه سزا نه ده اورولې.د محکمې د اسنادو له مخې دغو کسانو هڅه کوله چې دوه میله ( AK-47) یا کلاشینکوفونه او پنځه سوه مرمۍ واخلي او د ټاکنو په ورځ برید په وکړي.د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، نیول شویو کسانو هوکړه کړې چې تر حبس وروسته به افغانستان ته لېږدول کیږي.