له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بندوالي دوام او د بدیلو لارو لټه، بدیلې لارې کومې دي؟
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، که دغه دواړه ګاونډیان اړیکې عادي نه کړي، د سوداګرۍ راتلونکې به یې له ناورین سره مخامخ شي.
د لارو بندوالي دواړو لورو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی او شاوخوا ۸ زره بار او تشې لارۍ د لارې خلاصون ته شیبې شماري.