Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ناسا غواړي چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د استولو د ماموریت قراراداد بیا داوطلبۍ ته وسپاري

ناسا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سپوږمۍ پرسطحه د امریکایي ستورمزلو د ښکته کیدو د ماموریت قرارداد نورو داوطلبانو ته پرانیزي ځکه چې د دغه ماموریت د ترسره کولو لپاره د ایلون ماسک سپیس ایکس شرکت د سټارشیپ پروګرام له ځنډ سره مخ شوی دی.

دا اقدام د جیف بیزوس د بلو اوریجن په څیر سیالانو ته لاره هواروي چې په نیمه پیړۍ کې پر سپوږمۍ د لومړي ستورمزلو د ښکته کولو لپاره مهم ماموریت ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو د فضايي ادارې سرپرست مشر شان ډافي، چې د متحده ایالاتو د ترانسپورت د وزیر په توګه هم دنده ترسره کوي، له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، زه د دې قرارداد پر پرانیستلو کارکوم. زه فکر کوم چې موږ به د بلو په څیر د نورو شرکتونو د ښکیلتیا شاهد واوسو."

ډافي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ناسا له څومیاشتو راهیسې ترفشارلاندې ده چې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د استولو پروګرام ګړندی کړي او سپیس ایکس وهڅوي چې په خپل سټارشیف پروګرام کې ګړندی پرمختګ وکړي ځکه چې چین تر ۲۰۳۰ کاله پورې سپوږمۍ ته د انسانانو د لیږلو هدف ته په چټکۍ وړاندې تګ کوي.

ناسا د سپوږمۍ د ماموریت لپاره د یوې نوې سیالۍ خبره داسې مهال کوي چې تر۲۰۲۷ کال پورې یې سپوږمۍ ته د ستورمزلو د استولو هدف ته دوه کاله پاتې دي. ډیراحتمال شته چې بلو اوریجن به د دغه ماموریت لپاره سیالي وکړي خو لاک هیډ مارټین ویلي چې د ناسا د دې غوښتنې لپاره به یوصنعتي ټیم جوړکړي.

سټارشیپ، چې په ۲۰۲۱ کال کې د ناسا لخوا د ۴،۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د قرارداد له مخې غوره شوی، پرسپوږمۍ د ښکته کیدو پروګرام یې چې وروستۍ نیټه یې ۲۰۲۷ کال ټاکل شوې، له ځنډ سره سره مخ شوی. د دې ادارې سلاکاران اټکل کوي چې ښایي پرټاکلې نیټې کلونه واوړي ځکه ماسک فضا ته د لویو سټارلینک سپوږمیو په لیږلو سره سټارشیپ مریخ ته د انسانانود لیږدولو لپاره خورا مهم ګڼي.

ډافي د سپیس ایکس د سپوږمۍ د ماموریت د پرورګرام په اړه وویل: "دوی د پام وړ کارونه کوي، خو دوی د مهالویش څخه وروسته دي." هغه زیاته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي چې دا ماموریت د ۲۰۲۹ کال په جنوري کې د سپینې ماڼۍ د دورې ترپای ته رسیدو دمخه ترسره شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus