د افغانستان او زمبابوې ټیسټ لوبه سبا پيلیږي؛ راشدخان پکې نشته
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي ټیمونه سبا سه دوشنبه خپله ټیسټ لوبه پيلوي.لوبه به د زمبابوې په هرارې کې پیل شي چې تر جمعې به دوام وکړي.راشدخان دې ټیسټ لوبه کې نشته. کرکټ بورډ ویلي خان به دې یواځینۍ ټیسټ لوبه کې د هغه د ارامتیا او راتلونکو ښو نړیوالو لوبو په خاطر ونه لوبیږي خو په شل اووریزو لوبو کې برخه اخلي.تر ټیسټ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې درې شل اووریزې لوبې هم وکړي.