Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ټرمپ راتلونکې اوونۍ غزه کې د اوربند هیله من دی

د امریکا ولسمشر وايي راتلونکې اوونۍ به په غزه کې اوربند وشي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۲۷) په سپینه ماڼۍ کې د کانګو-روانډا تړون د لمانځلو په مراسمو کې، د غزې د اوربند په اړه د یوه خبریال پوښتنه ځواب کړه.
ښاغلي ټرمپ په غزه کې د ګڼو خلکو د وژل کېدو یادوونه هم وکړه.

موږ لکه څنګه چې پوهیږئ، هغې سیمې ته ډیرې پیسې او ډیر خواړه رسوو ځکه چې موږ باید دا کار وکړو. په تیوري کې موږ نه یو ښکېل خو په یوه ډول ښکېل یو ځکه خلک مري. زه ګڼ خلک ګورم چې خواړه نه لري او هېڅ هم نه لري. او، تاسو پوهیږئ، یواځې موږ یې هلته (مواد) ورسوو»
د غزې له خلکو سره امریکا د یوې موسسې له لارې بشري مرستې کوي.
له بلې خوا د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیايي چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د جګړې له پیله تر دې دمه هلته د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۶،۳۳۱ ته لوړ شوی، او ۱۳۲،۶۳۲ نور ټپیان شوي دي.
حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسراییل په برید سره په یوه ورځ څه باندې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. دا برید په غزې باندې د اسراییلو د پراخو ځمکنیو او هوايي بریدونو پیلامه وګرځېد چې له څو لنډمهالو اوربندونو پرته تر دې دمه په شدت روان دي.
په وروستیو کې په هغو فلسطینیانو باندې بریدونه کېږي چې د بشري مرستو لپاره په کتارونو کې ولاړ وي.
د غزې روغتیا چارواکو په وینا تېر یوه شپه ورځ ۷۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۷۴ نور ټپیان دي.
رویټرز د بریدونو د عیني شاهدانو په حواله ویلي چې اسراییلي ځواکونو د غزې تړانګې په رفح سیمه کې د امریکا په ملاتړ د مرستو د ویش مرکز ته نږدې د خوړو په تمه په زرګونو ملکي وګړو ډزې وکړې.
د اسراییلي پوځ لخوا د دې پیښو په اړه سمدستي کوم نظر نه دی ورکړل شوی.
په عین حال کې، حماس ډلې د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د غزې په تړانګه کې د امریکا په ملاتړ د مرستو د ویش مرکزونو بهر د اسراییلي پوځ د ډزو له امله د فلسطینیانو د وژنې د څیړلو لپاره یوه نړیواله کمیټه جوړه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus