طالبانو له ازبکستان سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړې ده
د طالبانو حکومت د تاشکند د څلورم نړیوال کنفراس په څنډه کې له ازبکستان سره سوداګریزه هوکړه لاسلیک کړې ده.
د طالبانو په واک باختر خبري اژانس وايي، دا هوکړه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لعزیز قدرتوف ترمنځ لاسلیک شوې ده.
دغې اژانس د هوکړه موخه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې، د تعرفو راکمیدل او په دواړو هېوادونو کې بازارنونو ته اسانه لاسرسی یاد کړی دی.
د پانګونې نړیوال کنفراس چې هرکال په تاشکند کې جوړیږي، د شاوخواو سلو هېوادونو ولسمشران، وزیران او نورو لوړپورې چارواکي په کې ګډون کوي.
که څه هم ازبکستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري خو د دوی حکومت يې په رسیمت پیژندلی نه دی.