Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ای پي سي؛ په راتلونکو څو میاشتو کې نژدې لس میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي

د خوړو خوندیتوب د وضعیت ارزونې لپاره د نړیوال چوکاټ «ای پي سي» تازه ارزونې ښيي، سره له دې چې په افغانستان کې د حاصلاتو د راټولولو له امله تمه ده د خوړو خوندیتوب لږ څه ښه شي، خو اټکل کېږي چې میلیونونه افغانان لا د خوړو د خوندیتوب له بیړني وضعیت یا ناورین سره مخ دي.

دا ارزونه چې چهارشنبه د جون په ۴مه خپره شوې ښيي چې شاوخوا ۹.۵ میلیونه کسان به د ۲۰۲۵ د مې له میاشتې تر اکتوبر پورې چې د افغانستان د ۴۶ میلیوني جمعیت ۲۱ سلنه جوړوي د اقتصادي وضعیت د نه ثبات، د نړیوالو مرستو د کمښت او د اقلیمي بدلونونو له امله د خوړو د نه خوندیتوب دریم ( ناورین ) او څلورم ( بېړنی) پړوا تجربه کړي.

وړاندې راغلي، چې دا شمېر په مارچ او اپریل کې ۱۲.۶ میلیونه کسان وو.

«ای پي سي» وایي، تېر کال په همدې فصل کې شاوخوا ۱۴ سلنه اړمنو خلکو د خوړو مرستې ترلاسه کړې وې، خو سږ کال یواځې ۱ سلنه، یعنې نژدې ۶۲۵ زره کسان له مرستو برخمن شوي دي.

دوی د دې مرستو د کمښت اصلي لامل، د افغانستان لپاره د بشري مرستو په بودجه کې ۴۰ سلنه کموالی بللی دی.

په دغه ارزونه کې دغه شان ویل شوي، چې بدخشان او سرپل ولایتونه چې شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي یې په ناورین یا د بیړني حالت په وضعیت کې دي تر ټولو زیانکالي دي. دغه شان، فاریاب، غور او سمنګان هم ورته وضعیت لري.

په همدې حال کې یو شمېر اړمن افغانان وايي، بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سرپل یوې اوسېونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل،

"تر اوسه مو هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې، د خوړو لپاره هم څه نه لرو، مېړه مې عصبي ناروغي لري، مزدوري نشي کولی، کوم کار نشي کولی. زموږ ژوند د خلکو په مرستو تېرېږي، که څه پیدا شي، پخوو یې، که پیدا نه شي هیڅ! مطلب دا چې موږ هېڅ عاید نه لرو."

د «آی پي سي» د دې ارزونه پر بنسټ چې د خوړو خوندیتوب د وضعیت د ارزونې لپاره یو نړیوال چوکاټ دی او د څو نړیوالو ادارو لخوا یې ملاتړ کیږي، د اغېزمنو شویو خلکو درې پر څلورمه برخه په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي او د ژوند لپاره په مستقیم ډول په کرنه او مالدارۍ متکي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، سره له دې چې له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې د غنمو د مقاومو تخمونو پراخ ملاتړ شوی او په فبروري او مارچ کې مناسبه اورښتونه شوي، خو دوامداره وچکالي، شدیده ګرمي او د نباتي ناروغیو او افتونو خطر لا هم د افغانستان د خوراکي تولیداتو په وړاندې یو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» مخکې ویلي وو چې نژدې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus