Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هغه سړه خونه چې کندز کې یې لسګونه کسانو ته د کاراو نورو ته د حاصلاتو د ساتلو چاره برابره

اسدالله پیوندي هغه چې د کندز د کروندګرو له کار مات زړونه یې بېرته پیوند کړل.

سړه خونه یې جوړه کړه، د دوی حاصلات یې خوندي کړل او لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړه.

په افغانستان کې ډېری بزګران شکایت لري، چې د خوسا کېدو له ویرې خپل کرنیز تولیدات په ارزانه بیه پلوري او د خپل ګاللي زحمت هومره ګټه نه ترلاسه کوي.

خو اسدالله پیوندي ته څنګه د دې کار فکر پیدا شو؟ هغه یې په اړه ازادي راډیو سره یوه مرکه کې وویل: "کروندګرو ستونزې درلودې د حاصلاتو د ساتنې په برخه کې، بازارونه به کله خراب وو، کله ښه، بیا یو فکر راته پیدا شو چې یوه سړه خونه جوړه کړو، د دوی ستونزې به هم حل شي، زمونږ کار به هم پرمختګ وکړي."

اسدالله پیوندي وايي، بیا له خپلو وروڼو سره لاس په کار شول او په کندز کې یې سړه خونه جوړه کړه.

د ده په خبره، دا سړه خونه چې دوی په کندز ښار کې په ۶۰ زره امریکايي ډالرو پانګونې سره تېر لمریز کال کې په معیاري ډول جوړه کړې، تقریباً د پنځه سوه ټنه میوو او سبزیو د ساتلو وړتیا لري.

پیوندي وايي، دا چې کروندګر او بڼوال بې‌وزله دي، دوی ورنه ډېرې پیسې نه اخلي:

"په من شل افغانۍ مونږ اخلو، درې افغانۍ کیلو راځي او شل افغانۍ من د میاشتې، تقریباً هره میوه چې راځي، له درې میاشتو نیولې تر پنځه شپږ میاشتو پورې په دې سړې خونه کې ساتل کېږي، میوجاتو او سبزیجاتو کې فرق نشته، هر یو چې وي، مونږ ته یو رقم دی."

نوموړی زیاتوي، چې دې سړې خونې کې تر ۴۰ پورې کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده:

"تقریباً پنځوس سلنه د کندز د خلکو، د بزګرانو، د سوداګرو او دکاندارانو ستونزه پرې حل شوې ده، د خلکو تقاضا زیاته ده او نور هم پکې کار کوي، له ۳۵ - ۴۰ پورې کسان کار کوي، د څلویښت کورنیو روزګار له دې سړې خونې تمویلېږي."

د ښاغلي پیوندي په خبره، دوی له خپل کار ډېر راضي دي او یوازینۍ ستونزه یې د کار په وړاندې د برېښنا مشکل دی:

"د برېښنا په برخه کې مونږ ډېره ستونزه لرو، کله کله برق نه وي، اوس هوا ګرمېږي برق کمزوری کېږي، د کندز برېښنا سټنډرد نه ده، بیا مونږ جنراتور چالانوو، په یو ساعت کې لس لیټره تېل خوري."

د کندز د چهاردې ولسوالۍ له دې اوسېدونکی اسدالله پیوندي، چې تر پنځم ټولګي یې زده کړې کړي، وپوښتل چې تخنیکي ستونزې څنګه هواروي؟ وايي، کابل کې مسلکي کسان شته چې که څه ستونزه راپېښه شي هغوی ورته راوغواړي.

دی هیله‌من دی چې خپل کار پراخ کړي څو د ټول کندز او ان نېږدې ولایتونو اړتیاوو ته هم ځواب ووايي.

په افغانستان کې ډېری بزګران شکایت لري، چې د خوسا کېدو له ویرې خپل کرنیز تولیدات په ارزانه بیه پلوري او د خپل ګاللي زحمت هومره ګټه نه ترلاسه کوي.

دوی په وار وار ازادي راډیو سره په خبرو کې د سړو خونو له کمښت شکایت کړی او د طالبانو له حکومته یې غوښتنه کړې چې په سیمو کې دې د دغو خونو د جوړېدو اقدامات وکړي.

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مخکې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۵۰ لویې او وړې سړې خونې شته چې د دولتي ادارو، خصوصي سکتور او کروندګرو دي، خو یو شمېر یې اوس غیر فعاله دي، او کروندګر یې کافي نه بولي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus