Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ایران کې افغان خبریالانې: د نیول کېدو او افغانستان ته د شړل له ګواښ سره مخامخ یو

په داسې حال کې چې ایران د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍچټکه کړې ده، د ښځو د حقونو یو شمیر افغان فعالانې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته کډوال شوي، وايي د استوګنې اسنادو او د کار د اجازې د نشتوالي له امله، د نیول کېدو او افغانستان ته د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

دوی زیاتوي، سره له دې چې لویدیځو هېوادونو ته د تګ کیسونه لري، خو دا بهیر ډیر پڅ دی او دوی یې بې برخلیک حالت سره مخ کړي دي.

دوی له ملګرو ملتونو او له کډوالو منونکو هېوادونو غواړي چې د دوی د منلو او بیا میشتېدنې پروسه چټکه کړي.

له دې ډلې ګیتي مرادي ازادي راډیو ته وویل:

"له ډېرو ستونزو سره مخ یم. له یوې خوا بیکاري ده او له بلې خوا نامعلوم برخلیک، جبري ایستل، او افغانستان ته په ستنېدو سره د ژوند ګواښ. دا ټولې هغه ستونزې دي چې نن سبا ټول افغان کډوال ورسره لاس او ګرېوان دي، په ځانګړي ډول ښځې او د ښځو د حقونو ملاتړې. ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه باید جدي پاملرنه وکړي او دې بحراني وضعیت ته رسېدنه وکړي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شوی هم ورته شکایت او اندېښنه لري.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې له کورنۍ پرته یوازې سر ایران ته تللې ده:

"ډېری ښځې چې د امنیتي ګواښونو له امله له کابله وتلې، ایران ته راغلې دي. ډېرې، لکه زه له پاسپورټ سره راغلي، خو اسناد یې نه دي تمدید شوي، او ځینې خو بې له اسنادو یعنې په ناقانونه توګه راغلي. اوس ټول د ایستلو له خطر سره مخ یو."

د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوق خوندي دي، خو له ۲۰۲۱ کال له اګست په افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته طالبانو له شپږم ټولګي پورته په نجونو د زده کړو، په ښځو د کار، او په دوی د نورو ټولنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت د دې اقداماتو په غبرګون په افغانستان کې ښځو اعتراضونه هم وکړل، خو طالبان وځپل او دا ډول اعتراضونه یې منع کړل.

وروسته له هغې داسې د دغو معترضو ښځو د خپل‌سرو نیونو، ګواښنې، او ورسره د فزیکي تاوتریخوالی راپورونه هم خپاره شول چې له امله یې ډېری دا ښځې یا له هېواده ووتلې یا هم اوس پټه مبارزه کوي.

نړیوالو بنسټونو مخکې هم له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، غوښتي وو چې د افغان پناه‌غوښتونکو له ایستلو ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې د بخښنې نړیوال سازمان د ایران او پاکستان له خوا د کډوالو د ایستلو په برخه کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي یې دي، هغه کسان چې افغانستان یې پرېښی، د جدي ګواښونو له امله یې دا کار کړی او که بېرته ستانه شي، له ځورونو، خپل سرو نیونو، غیرقانوني اعدامونو له خطر سره مخ او غږونه به یې غلي کړل شي.

د ملګرو ملتونو ته د کډوالو د عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) د معلوماتو له مخې، یوازې د روان میلادي کال له پیله د مې تر ۱۳ پورې، شاوخوا ۵۷۳ زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۲۹۳,۶۰۰ کسان شړل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus