که څه هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چین د افغانستان مهم اقتصادي شریک بولي او له دوی د پراخې پانګونې غوښتنه کوي، خو ځینې افغان اقتصادپوهان او پخواني ډیپلوماتان وایي چې دغه هېواد په افغانستان کې لا هم په عملي بڼه خپل کړي تړونونه نه دي پلي کړي.