Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

 روغتیا نړیوال سازمان: بېلابېلو عفوني ناروغیو په ټوله کې تر ۳۸۰ زیات کسان مړه کړي دي

روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي په افغانستان کې بېلابېلې عفوني ناروغۍ زیاتې شوې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۹مه په خپل خپور کړي یو تازه راپور کې ویلي چې د تېر مارچ په پرتله په اپرېل میاشت کې د شري، ګانګو او ډینګي تبې، شدید اسهال، ملاریا او شدیدو تنفسي ناروغیو په مثبتو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي چې په اپرېل میاشت کې د دغو ناروغیو څه باندې ۱۶۳ زره مشکوکې پېښې ثبتې شوي چې په ټوله کې له ۳۸۰ زیات کسان مړه کړي دي.

د راپور له مخې تنفسي او شری هغه ناروغۍ دي چې نږدې ۱۴۷ زره مشکوکې مثبتې پېښې او له ۳۷۰ زیاتې مړینې یې ثبت شوي او تر ټولو ډېر یې افغانان اغېزمن کړي دي.

ډبیلو اېچ او خبرداری ورکړی چې په یو شمېر سیمو کې د واکسین ټیټ پوښښ، ککړې اوبه، ناسم روغتیاي وضعیت، د قربانۍ اختر رانږدې کېدل، د کډوالو راتګ او موسمي بارانونه ښايي دغه کړکېچ لا پسې پراخ کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې د لوی اختر په ورځو کې د قربانۍ پر مهال د احتیاط غوښتنه شوې ځکه د راپور په ټکو د کانګو ناروغي تر ډېره له څارویو سره د تماس له لارې خپرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د دې راپور په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په وروستیو کې بېلابېلې ناروغۍ زیاتې شوي چې له امله یې د کورنۍ غړي مړه شوي هم دي.

د کابل یوې اوسېدونکې لیلما ازادي راډيو ته وویل چې د شري د ناروغۍ له امله یې تازه د کورنۍ یو وړوکی ماشوم مړ شوی دی: "زما وراره تقریبا یوه میاشت مخکې سختې تبې کولې، بیا مو چې ډاکتر ته یوړو هلته معلومات وشول چې دا شري نیولی دی، که څه هم درمل یې ورته ورکړل، خو هغه بې چاره وفات شو، له یوې خوا اقتصادي مشکلات او له بلې خوا دغه ډول ناروغي انسان سخت ځپي."

د ننګرهار یوه اوسېدونکي محمد انعام هم ازادي راډيو ته وویل چې په وروستیو کې یې په کلي کې د شري ناروغي زیاته شوې ده: "څو ورځې مخکې زموږ په کلي کې یو څلور کلن ماشوم د شري د ناروغۍ له امله ومړ، د پلار اقتصادي وضعیت یې ښه نه و، د شري ناروغي زیاته شوې ده، په کلي کې هر دویم او درېیم کور کې یو ماشوم په دې ناروغۍ اخته دی، دا چې اوس ګرمي هم ده موسمي ناروغۍ هم زیاتې شوي دي، حکومت باید په دې برخه کې جدي پام وکړي."

د روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د شري په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د مشکوکو مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی چې دا هېواد د روغتیایي اسانتیاوو په برخه کې له سخت بحران سره مخ دی.

د روانې مې میاشتې په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اف پي اې) خبرداری ورکړ چې د امریکا د بشري مرستو کمېدل په افغانستان کې نږدې ۷ میلیونه افغان ښځې او ماشومان له روغتیايي خدمتونو بې برخې کوي.

د دې صندوق اجرایويي مشر اعلان کړی و چې له افغانستان سره د امریکا د ۱۰۲ میلیونه ډالرو د مرستو په بندېدو سره به دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له ملاتړه برخمن له ۹۰۰ روغتیايي مرکزونو نه ۵۰۰ یې وتړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus