Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

میندوارې افغان کډوالې: نه سرپناه لرو، نه روغتیايي خدمات ؛ د ملګرو ملتونو تازه اندېښنه

یوه افغان کډواله چې کابو درې اونۍ مخکې له پاکستانه خپل هېواد افغانستان ته ستنه شوې او نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، د اتو میاشتو میندواره ده، خو هېڅ ډول روغتیایي خدمت ته لاسرسی نه‌لري:

«دلته په خېمه کې ژوند کوو، نه کلینیک شته، نه روغتون، او نه هم دومره وس لرو چې ډاکټر ته ولاړ شو. ان د خوړلو لپاره څه نه‌لرو، کار نشته، په ډېرو ستونزو شپه، ورځ تېروو.»

بله میندواره ښځه، چې دا بیا تازه شاوخوا یوه اونۍ مخکې په تورخم خپل هېواد ته اوښتې او دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي:

«امیندواره یم او بې‌سرپناه یوو. په خېمه کې ژوند کوو او مرستې ته اړتیا لرو. خسر مې سپین‌ږېړی سړی دی، د کار څوک نه‌لرو. موږ وویل چې یو کرایي کور پیدا کړو ځکه چې زه امیدواره یم او سرپناه ته اړتیا لرم، خو د کور کرایه نه‌شو ورکولای.»

دا ښځې داسې مهال د امکاناتو او اړینو خدماتو له نشتوالي شکایت کوي، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) تازه ویلي، هره ورځ سلګونه ماشومان او میندوارې ښځې له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي.

په یوه ویډیو کې چې دغه ادارې د مې په ۱۵مه په خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې، د یو این ایف پي اې اجرائیوي مرستیال، اندرو سابرتون وایي، هغه ښځې او ماشومان چې بېرته افغانستان ته ستانه شوي، ستړي او وېرېدلي دي او هر څه ورنه پاتې دي.

ښاغلي سابرتون د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د زېږون بیړني کلینیک څخه د لیدنې پر مهال په عمري کمپ کې دا خبرې کړې، زیاته کړې:

"له هغه وخته چې دا بیړنی وضعیت پیل شوی، موږ له ۱۰۰ څخه ډېرو ښځو سره مرسته کړې چې خپل ماشومان په خوندي ډول په دې کلینیک کې وزېږي. خو بېرته‌راستنېدونکي کسان ورځ بلې ته ډېرېږي. یوازې په تېرې میاشت کې، هره ورځ تر څلور نیم زرو پورې کسان د تورخم له لارې اوښتي، او دا لړۍ لا روانه ده. موږ اټکل کوو چې په راتلونکو میاشتو کې به تر یو نیم میلیونه پورې کسان دلته راورسیږي."

نوموړی دا هم وايي، موږ باید ډاډ تر لاسه کړو چې دا ماشومان، میندې او نوي زېږېدلي ماشومان، هغې درملنې ته چې دوی بېړنۍ اړتیا ورته لري، سمدستي ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې اندرو سابرتون افغانستان ته له سفر وروسته، د مې په ۱۴مه یوې خبري غونډه کې ویلي وو، د امریکا له‌خوا د بودجې د ځنډ له امله افغانانو ته د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروګرامونه درېدلي دي.

نوموړي دا هم ویلي وو، چې د دغو پروګرامونو درېدنه به شاوخوا ۶.۳ میلیونه افغانان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، له ژغورونکو خدمتونو بې‌برخې کړي.

د یادونې ده، افغانستان چې لا له وړاندې له نازک اقتصادي وضعیت سره مخ دی، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو پراخه ستنېدنه، په دغه هېواد کې بشري ناورین او د خلکو اړتیاوې نورې هم زیاتوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus