د ویانا ژوبڼ د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ
د ویانا ژوبڼ د چهارشنبې په ورځ (د می ۱۴مه) په ځانګړو مراسمو کې د دوو نویو پانډاوو هرکلی وکړ.دا دوه ژوي په ۲۰۲۰ م کال کې د چین په مرکزي سیمه کې د حیوانانو په یوه مرکز کې زیږیدلي او لان یون او هي فینګ نومیږي.د ویانا ژوبڼ خپل دوه نور پانډا په تیر سپتمبر میاشت کې چین ته ستانه کړل. دغو ژویو ۲۴ او ۲۵ کاله عمر درلود.د ویانا د ژوبڼ چارواکو د دغو نویو پانډاوو لپاره د اوسېدو ځای عصري جوړ کړی دی.