Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو بې‌کاري او د خوړو نه خوندیتوب زیات شوی

نوریه نجفي زاده په بلخ ولایت کې د غالۍ اوبدلو د سکتور یوه متشبثه ده.

وایي، د غالۍ اوبدلو یوه لویه کارخونه لري خو په وروستیو کې یې د اقتصادي ستونزو له امله فعالیتونه کم شوي او اړ شوې چې یو شمېر ښځینه کارګرانې له دندو وباسي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ په کارونو کې هم بدلونونه راغلي دي. د بودجې کمښت او د خامو موادو د بیو لوړوالی، د غالۍ اوبدلو په برخه کې د ښځو د بې کارۍ لاملونه دي، دا چې کارونه او پلور نشته موږ هم اړ شو چې یو شمېر ښځو ته ځواب ورکړو، موږ خپلې ښځینه کارګرانې ۳۵ سلنه کمې کړې دي."

په لوګر ولایت کې یوې بلې میرمنې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د مربا او اچارو د جوړولو په یوې کارخونې کې یې کار کاوه خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له کاره ځواب شوې ده:

"ما له تېر یو کال راهیسې، د مربا، ترشي او اچارو جوړولو په یوه فابریکه کې د میاشتې په ۶ زره افغانۍ کار کاوه، اوس د دوی بودجه کمه شوې ده، دوی زما په ګډون ډېرې ښځې له دندو ګوښه کړې، زه اوس مهال بې‌روزګاره یم، زما مور هم ناروغه ده، موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د خوړو نه خوندیتوب مخ په زیاتېدو دی.

یو این ډي‌پي پرون دوشنبه د مۍ ۱۲مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د ښځو اقتصادي ګډون خورا ټیټ شوی دی او د افغانستان د کار په بازار کې یوازې ۷ سلنه یې میرمنې او ۸۴ سلنه نارینه دي.

په راپور کې راغلي چې دا ۱۶ سلنه کمښت د ښځو د کارموندنې په وړاندې جدي جوړښتي او ټولنیز محدودیتونه منعکسوي.

په راپور کې دا هم راغلي دي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې ۵۶ سلنه کورنیو د ښځو او نجونو لپاره د ژوند چاپېریال خوندي بللی، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۲۲ کې ۷۲ سلنه و.

یو این ډي‌ پي په ټول افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب د زیاتوالي راپور هم ورکړی او ویلي یې دي چې په دې هیواد کې ۷۵ سلنه کورنۍ د خوړو له نه خوندیتوب سره لاس او ګریوان دي، چې د تېر کال په پرتله ۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې دا هم راغلي چې د ژوند د لګښتونو لوړېدل، د عاید کمېدل او د بشري مرستو بندیدل، په زیان منونکو – په ځانګړې ډول هغو کورنیو باندې چې ښځې یې مشري کوي – سخت اغېز کړی دی.

د راپور د موندنو پر بنسټ د ټولو کورنیو ۹۰ سلنه او د ښځو په مشري ۹۷ سلنه کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د کار او زده کړو په ګډون، په ښځو پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

یوشمېر ښځینه متشبثینو او د کم عاید لرونکو میرمنو چې په تولیدي فابریکو کې یې کار کاوه، له دې وړاندې هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو اقتصادي ستونزو یادونه کړې وه او د حکومت او نړیوالې ټولنې ملاتړ یې غوښتی و.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus