Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روسیه: له کیېف سره پرته له "قید او شرطه" د سولې مستقیمې خبرې اترې غواړو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي وايي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوربند په خاطر د لیدو لپاره چمتو دی.

زلینسکي زیاته کړې چې د جګړې پای ته رسولو په خاطر د مستقیمو خبرو اترو لپاره د مسکو غوښتنه "مثبته" بولي.

زیلینسکي د می په ۱۱مه وویل چې دا "یوه مثبته نښه ده چې روسانو بالاخره د جګړې د پای ته رسولو په اړه غور پیل کړی دی او په وینا یې دې لور ته لومړی ګام اوربند و.

پوتین څو ساعته مخکې په مسکو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د اروپایي مشرانو او اوکراین دا غوښتنه له پامه وغورځوله چې د اوکراین په جګړه کې دې ۳۰ ورځنی چټک اوربند وکړي او پرځای یې وړاندیز وکړ چې له کیېف سره"پرته له قید او شرطه" د سولې مستقیمې خبرې اترې غواړي چې احتمالاً د می په ۱۵مه به په استانبول کې وي.

د اوربند غوښتنې ته په مستقیم ډول پرته له غبرګونه، پوتین د سولې خبرو اترو د "بیا پیلولو" وړاندیز وکړ چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د روسیې او اوکراین تر منځ ترسره شوې وې. دا یو څو اوونۍ وروسته له هغه و چې روسیې په فبرورۍ میاشت کې پر خپل ګاونډي - اوکران -بشپړه یرغل وکړ.

پوتین په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې ډېر ژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په استانبول کې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره مرسته وغواړي.

پوتین زیاته کړه: "موږ دا نه ردوو چې د دې خبرو اترو په جریان کې به موږ وکولی شو پر یوه نوي اوربند موافقه وکړو."

زیلینسکي پر خپلو ټولنیزو رسنیو پوسټ کړی او ویلي یې دي چې "د یوې ورځې لپاره هم د وژنو دوام هیڅ مانا نلري."

ده زیاته کړې: "موږ تمه لرو چې روسیه به سر له سبا، د مې له دوولسمې نېټې، بشپړ، دوامداره او باوري اوربند تایید کړي او اوکراین په دې اړه لیدو ته چمتو دی."

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د جرمني صدراعظم فریدریش میرز، زیلینسکي، او د برتانیا او پولنډ صدراعظمانو کایر سټارمر او ډونالډ ټسک د می په ۱۲مه په کیف کې تر یوه غونډه وروسته د اوربند وړاندیز اعلان کړ.

دوی مسکو ته خبرداری ورکړ چې که د وړاندیز شوي اوربند څخه ډډه وکړي نو د "لویو" نویو بندیزونو سره به مخامخ شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus