Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: واشنګټن هیله من دی چې په غزه کې د اوربند پر موافقه سلا وشي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن اداره تمه لري چې په غزه کې د اوربند د ټینګښت او د پاتې یرغمل شویو د خلاصون پر سر موافقه د بایډن د ولسمشرۍ دورې له پای ته رسېدو مخکې نهايي شي.


ټاکل شوې د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه سپینې ماڼۍ ته ستون شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن دوشنبه په جنوبي کوریا کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې واشنګټن غواړي تر دوو اوونیو پورې د دې موافقې د نهايي کېدو شاهد وي.


ښاغلي بلېنکن چې په وار- وار په غزې تړانګه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه د سلا کېدو هڅې کړي- ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسېدو مخکې هره دقیقه او هره ورځ هڅه کوي، چې په غزه کې پر اوربند او د پاتې یرغمل شویو پر خلاصون موافقه شي.


د امریکا د متحدو ایالتونو تر څنګ اروپايي ټولنه هم توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.


د حماس یوه لوړ رتبه چارواکي د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې دغه ډله تیاره ده، چې له اسرائیل سره د یوې احتمالي موافقې په لومړي پړاو کې ۳۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړي.


د حماس دغه چارواکي ویلي وو، چې په قطر کې غیرمستقیمې مذاکرې بیا پیل شوې دي.


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پر یوه موافقه د سلا کېدو لپاره د حماس له خوا جدي تعامل تر سترګو کېږي، خو دا موافقه لا بشپړه شوې نه ده.


ښاغلي بلېنکن زیاته کړه، چې حماس ډله باید د دې موافقې د بشپړاوي لپاره ضروري- نهايي پرېکړه وکړي.


د امریکا د متحدو ایالتونو دغه لوړ رتبه ډیپلومات د ۲۰۲۳م. کال د اکتوبر له اوومې نېټې منځني ختیځ ته ۱۲ وارې سفرونه کړي دي.


حماس پر هغه نېټه پر اسرائیل په هغه ناببره حمله کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او تر ۲۵۰ زیات نور کسان یرغمل کړل.


ویل کېږي، لا هم شا و خوا ۱۰۰ کسان د حماس ډلې له خوا یرغمل دي، خو ګومان کېږي چې له دې حملې ښايي ۳۴ یې مړه شوي وي.


د حماس له حملې وروسته اسرائیل د دې ډلې خلاف په غزې تړانګه کې پوځي عملیات پیل کړل.


د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي، چې پر غزه د اسرائیل په حملو کې څه باندې ۴۵زره او ۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۰۹زرو زیات نور ټپیان شوي دي.


د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې حماس د هغو یرغمل شویو د نومونو فهرست چې د احتمالي موافقې پر اساس به خوشې کېږي، نه دی وړاندې کړی.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus