Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر افغانان د امریکا د ځانګړو ویزو “اس ای وي” لپاره فیلیپن ته انتقال شوي دي

یو شمېر افغانان د امریکا متحدو ایالاتو د کډوالۍ ځانګړو ویزو “اس ای وي” د کېسونو د پروسس لپاره فیلیپن ته لېږدول شوي دي.


اسوشیتد خبري اژانس د فیلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ترسیتا دازا په حواله راپور ورکړی چې دا افغانان د دوشنبې په ورځ د جنورۍ په ۶مه دغه هېواد ته رسېدلي دي.


خو په دې اړه فیلیپین ته لېږدول شوي افغانان مخکې افغانستان کې وه که نورو هېوادونو، معلومات نه دي ورکړل شوي.


اسوشتید خبري اژانس د یو فیلیپیني چارواکي په حواله ویلي چې د دوی او امریکا تر منځ د هوکړې له مخې په فیلیپین کې له ۱۵۰ تر ۳۰۰ غوښتونکو افغانانو ته استوګن ځایونه ورکول کېږي.


د یادونې ده چې فیلیپین د تېر کال په جولای میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو سره هوکړه وکړه چې د هغو افغانانو لنډمهالی کوربتوب دې وکړي چې امریکا کې د بیا مېشتېدنې په لټه کې دي.


له دې سره ډېر شمېر هغه افغانان چې امریکا ته یې د کډوالو د کېسونو او دوسیو د پروسس لپاره پاکستان ته تللي، په دغه هېواد د سخت ژون. شکایت کوي او د دوی د لېږد د بهیر د چټک کېدو غوښتنه کوي.


د امریکا د پناه غوښتنې کېس درلودونکی نظر ترکمني په پاکستان کې د کډوالۍ د ستونېو او سختیو په اړه ازادي راډیو شره خبرو کې د دوشنبې په ورځ وویل:


“اته میاشتې کېږي چې زموږ میډیکل او انټرویو بهسر ختم شوی دویم میډیکل مو هم وشو او اته میاشتې کېږي د الوتنې په تمه یو ، هېڅ پرمختګ په کې نشته زموږ میډیکل اکسپایر شو او د ډیپورتول هم پیل شوي، پاکستان مو دلته نه پرېږدي او موږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو.”


د اس ای وي کېس درلودونکی میوند بل افغان کډوال دی چې دی هم ورته ستونزه یادوي:


“زما د اس ای وي کېس په اداري پروسس کې ړی او په ټوله کې درلته پاکستان کې د کدوالو وضعیت ډېر بد او نازک دی، تقریباً یوه اونۍ کېږي ګې هر ورځ خلک نیول کېږي او افغانستان ته استول کېږي.”


فیلیپین ته د افغانانو لېږد د متحده ایالاتو د هغو نړیوالو هڅو برخه بلل شوې ده چې غواړي په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د افغان کارکوونکو د ملاتړ لپاره یې ترسره کړي.


 د قیلیپین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا متحده ایالات به د دغه هېواد د لېږدول شویو افغانانو د استوګنې لکه د خوراکي توکو، کور، امنیت، روغتیايي خدمتونو او ترانسپورت ټول لګښتونه ورکړي.


د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانانو چې تېر ۲۰ کاله یې په افغانستان کې له بېلابېلو امریکایی بنسټونو سره همکاري کړې او دغه هېواد کې یې ځانونه په خطر کې بلل، هېواد یې پرېښی دی.


 د امریکا متحده ایالات هغو افغانانو ته د "اس ای وي" یا د کډوالۍ ځانګړې ویزه ورکوي چې له دوی سره یې مستقیم کار کړی او تر اوسه په زرګونو افغانان د دې ویزو له لارې امریکا ته لېږدول شوي او یو شمېر نور یې په نورو هېوادونو کې امریکا ته د لېږدېدو په تمه او دېره  دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus