Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي عوامل

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په نړیواله کچه، په هرو درو ښځو کې یوې ښځې لږ تر لږه په خپل ژوند کې یو وار فزیکي اویا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی. دا تاوتریخوالی اکثره د اوسنیو یا پخوانیو د ژوند د ملګرو د لاسه تجربه کوي چې د دوی نارینه خپلوان وي.


پداسې حال کې چې ډیری کورنی تاوتریخوالی نارینه کوي، داسي پيښې هم تر سترګو کیږي چې ښځې پکښي لاس لري.


د میدان وردګو ولایت اوسیدونکې نازیه، چې د خپلې خواښې له چلنده سر ټکوي، وايي چې د کور په چاپېریال کې د هغې ژوند سخت شوی دی او له ذهني فشار سره مخامخ ده.


"خواښې مې هر وخت په ما باندې کارونه باروي. هره تېروتنه چې وکړم، ما ته بدې خبرې کوي. او زه د هغې د ظلمونو له لاسه خپل ځان ډېر کمزوری احساسوم. زه نه پوهېږم چې د دې ستونزې مخه څنګه ونیسم. خواښې مې ماته وايي، زیاته ډوډۍ مه خوره، نوي جامې مه اغونده. زه ورته وایم چې زه خو هم اخر انسانه یم. ولې داسې راسره کوې؟ بیا نو زما خاوند ته وايي چې ستا مېرمن زما سره جنګ کوي."


د میدان وردګو ولایت یوه بله اوسیدونکې زهرا د خپل ژوند په اړه داسې وايي:


"زموږ په کور کې هره کوچنۍ خبره یوه لویه مسله شي. زما خواښې همیشه ما ملامته ګڼي او ما تر فشار لاندي نیسي. که ښځې د یو بل ملاتړ وکړي، موږ کولی شو چې خپل ژوند ډېر ارام کړو."


دغه ښځې وايي چې په لیرې کلیوالو سیمو کې دا ستونزه ډېره عامه ده چې یو نارینه د خپلې مور په وینا خپله ښځه وهي او ډبوي.


د ټولنپوهانو په وینا، دا د ناوړه کلتوري دودونو او د ښځو پر وړاندې د ناسم نظر څرګندونه کوي چې په پایله کې د ښځو ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ کوي.


 دغه ډول تاوتریخوالی نه یوازې د ښځې رواني او فزیکي حالت ته زیان رسوي، بلکې د کورنۍ چاپېریال هم خرابوي او د ماشومانو پر شخصیت ناوړه اغېز کوي.


ټولنپوه احمدالله نوابي د دې ستونزې په اړه وايي:


"د ښځو تر منځ د تاوتریخوالي لوی علت د عامه پوهاوي نشتوالی دی. موږ باید د خپلو ټولنیزو اړیکو لپاره تعلیمي برنامې وړاندې کړو چې د شخړو مخه ونیسو. ښځې باید د یو بل ملاتړ وکړي او د سولې د فضا رامنځته کولو لپاره کار وکړي."


که څه هم په یو شمېر مواردو کې لیدل کیږي چې ښځې د نورو ښځو پر وړاندي د ناوړه چلند یا کورني تاوتریخوالي برخه وي، خو ګڼې نورې ښځې بیا وايي چې په خپل کور کې د یو بل ملاتړ کوي، او په دې توګه یې په کورنۍ کې ارام ژوند رامنځته کړی دی. د دوی په وینا، د ښځو ترمنځ همکاري او یو بل ته احترام د کورنۍ د ارامۍ او ښې فضا سبب ګرځي.


شاهده، د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې:


"زه او خواښې مې تل د یو بل ملاتړ کوو. موږ په ګډه د کور چارې ترسره کوو او هڅه کوو چې یو بل ته احترام وکړو. له دې امله زموږ په کور کې هېڅکله تاوتریخوالی نه دی رامنځته شوی، او زموږ ژوند ډېر ارام دی."


مریم، د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکې:


"ما له خپلې نږور سره تل هڅه کړې چې په درناوي او همکارۍ ژوند وکړو. کله چې موږ ستونزې لرو، په ګډه یې حل کوو او هېڅکله یو بل ته سپکاوی نه کوو. زموږ په کور کې د یووالي او همغږۍ فضا شته، چې دا زموږ لپاره لوی نعمت دی."


د ښځو پر وړاندي د ښځو د تاوتریخوالي موضوع یوه هغه ستونزه ده چې ډېری وخت په افغان ټولنه کې تر سترګو کېږي، خو لږ بحث پر کیږي.


دا ډول تاوتریخوالی معمولاً د سواد د کچې د ټیټوالي، کلتوري، ټولنیزو او کورنیو ستونزو له امله رامنځته کېږي.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus