Добавить новость


World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایراني چارواکي: د راتلونکي هجري لمریز کال تر پایه به له سمنان ولایته ټول کډوال وباسو

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ننګونو او محدویتونو په دوام تازه ایراني چارواکو ویلي چې غواړي د راتلونکې هجري لمریز کال تر پایه له سمنان ولایته ټول افغان کډوال وباسي.


د ایران د مهر په نامه خبري اژانس پرون یکشنبه د سمنان ولایت د سیاسي او امنیتي معاونیت د سرپرست مهدي اقا براري له قوله راپور ورکړی چې د بهرنیو وګړو د مدیریت په یوې ناسته کې د ۱۴۰۴ کال ترپایه له دغه ولایته د ټولو بهرنیو وګړو د راټولولو پرېکړه شوې ده.


دغه ایراني چارواکي همدا شان ویلي چې په دغه ولایت کې څوک نه شي کولای چې له افغانانو سره د کورونو په کرایې، پېر او پلور کې هم مرسته وکړي او په ورته وخت کې یې خبرداری ورکړی چې له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.


د مهدي اقا په خبره په ورستیو څو لیسزو کې ډیری شمېر افغانان له قانوني اسنادو او په ایران کې د ټاکل شویو مقرراتو پرته ایران ته ورغلي چې دې مسلې په ټکو یې ډول ډول ننګونې رامنځته کړي او باید د دې عاجلې موضوع په اړه پرېکنده اقدامات وشي.


دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې محدیتونه او  ننګونې زیاتې شوي دي.


د ایران په سمنان ولایت کې مېشت افغان کډوال عظیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


 " تېر کال یې هم محددویتونه وضع کړل، د ډوډۍ او نورو توکو پر پلورلو یې بندیز ولګاوه او په دوامداره توګه یې ګواښ کاوه چې په سمنان کې ټول مېشت افغانان باید ستانه شي، ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان وه خو یوه چاره مو کوله، اوس شرایط ډېر خراب شوي، له کاره یې وویستلو، په هېڅ ځای کې افغانانو ته کار نه ورکوي، ډول ډول فشارونه راوړي چې ټول بېرته ستانه شو."


د ایران د پلازمینې تهران اوسېدونکي فیروز په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"د تېرې اوونۍ له شنبې ورځې تر پرونه چې یوه اوونۍ  کیږي دوه ځله یې له کار ځایه د پوښتنو او ګرویږنو لپاره بوتلم په داسې حال کې چې ټول قانوني اسناد لرم، راته یې وویل چې د ویزې موده دې خلاصه شوه له ایرانه باید ستون شې، ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې تمدید یې نه کړم، ویل نه لاړ شئ خپل هېواد ته کار وکړئ."


د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې مشر نادر یار احمدي هم د یکشنبې په ورځ ویلي و چې په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال چې په خبره یې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل له ایرانه ستانه کړي دي.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان د سیاسي بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته کډوال شول.


تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو ټینګار کړی چې غواړي څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال د روان لمریز کال تر پایه"د ۲۰۲۵ کال د مارچ میاشتې" له ایران څخه وباسي.


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus