Добавить новость
World News


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل ښاریان: د نشه يي ګولیو پلور او په ځوانانو کې یې اعتیاد ډېر شوی دی

کابل ښاریان په ښکاره د نشه يي موادو خرڅېدلو، په تېره بیا نشه يي ګولیو په اړه شکایت کوي. 


کابل ښاریان وايي چې، په وروستیو میاشتو کې د نشه يي ګولیو پيدا کېدل اسانه شوي او بیه یې هم ټيټه ده، له همدې امله یې په ځوانانو کې استعمال ډېر شوی دی.


په کابل کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي هم دا مني چې په دې ښار کې نشه يي مواد خرڅېږي او دوی په وروستي کال کې د نشه يي موادو درې زره خرڅوونکي نیولي دي.


د پخوا برعکس اوس د کابل په هغو سيمو کې ډله ډله معتادان نه لیدل کېږي چې پخوا به لیدل کېدل، خو بې سرپناه معتادین اوس هم له خلکو ګوښه د ښار په کنډوالو او وړو کوڅو کې خپلو نشو ته دوام ورکوي.


کابل ښاریان د دې کار دلیل د نشه يي ګولیو اعتیاد بولي، د دوی په وینا، د تاریاکو، هیرويينو او ښیښې نشه د دود په بڼه وي او بل دا چې دا ډله ییزه نشه ده، خو نشه يي ګولۍ یوازې او په پټه خوړل کېږي.


د کابل ښار یو اوسېدو نکی جبران وايي، اوس ځوانان تر نورو نشه يي موادو نشه يي ګولۍ ډېرې خوښوي: 


د کابل ښار دا اوسېدونکی وايي، د دې کار علت دا دی چې نشه يي ګولۍ اسانه او ارزانه پيدا کېږي.


«په عمومي ډول معتادان شته، خو داسې معتادین هم شته چې نه پېژندل کېږي، ځکه چې دوی د نشه يي ګولیو، شرابو او نورو موادو نشه کوي. "  


د کابل ښار یو بل اوسېدونکی مرتضی وايي چې، د نشه يي موادو خرڅوونکي په ښکاره پر ځوانانو باندې نشه يي ګولۍ خرڅوي او څوک یې مخه نه نيسي.


" دولت یې پوښتنه نه ده کړې، دا اوس هم که تاسې وګورئ په همدې نژدې سيمو کې لکه کار ته چهار او کارته سه سيمو کې ټابلیټ که خرڅېږي. "


هغه خبرونه چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پر ايکس پاڼه خپرېږي ښيي چې، د نشه يي موادو د نیولو په ډېرو پېښو کې نشه يي ګولۍ نیول کېږي او شمېر یې لکونو ته رسېږي.


د کابل ښار د امنیې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر موسی کلیم عظیمي وايي چې، په دې ښار کې د نشه يي موادو ډېر خرڅوونکي فعالیت کوي او دوی یوازې په تېر یوه کال کې د نشه يي موادو سلګونه خرڅوونکي نيولي او محکمو ته سپارلي دي.


" په تېر یوه کال کې مو تر درې زره ډېر هغه کسان محکمې ته سپارلي چې په کابل ښار کې یې نشه يي مواد خرڅول. اوس د نشه يي موادو خرڅوونکي ډېر کم شوي او د نشه يي موادو خرڅول او استعمال به صفر ته راټيټ کړو. " 


د معتادینو د درملنې له مرکزونو څخه تر لاسه شوي شمېرې ښيي چې، په دې مرکزونو کې ډېری داخل بستر هغه معتادین دي چې لږ تر لږه په تېرو دریو کالو کې دوه- درې ځله په دې مرکزونو کې بستري شوي دي.


د دې مرکزونو روغتیايي کارکوونکو ازادي راډيو ته ويلي چې، په کابل کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي، له همدې امله دا معتادین تر درملنې وروسته بیرته نشو ته مخه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus