د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر له طالبانو غواړي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لغو کړي.
وولکر تورک نن (د مرغومي ۱۱مه) په یوه وینا کې وویل، د طالبانو هغه اعلان ډېر اندېښمن کړی دی چې وايي که نادولتي موسسې ښځې په کار وګوماري نو د فعالیت جواز به یې لغو کړي. ښاغلي ترک دا یو ناسم اقدام وباله.
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت په یو رسمي مکتوب کې چې اوس اوس پر ټولنیزو شبکو خپور شوی، د ملګروملتونو په ګډون کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو د ګومارلو په صورت کې به یې په افغانستان کې د فعالیت جواز لغو شي.
طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې په کورنیو او نړیوالو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
د ملګروملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر همداراز له طالبانو غوښتي دي چې د ښځو اړوند ټول له تبعیض څخه ډک فرمانونه لغو کړي.
طالبانو له نژدې درې نیم کلونو راهیسې چې پر افغانستان واکمن شوي دي پر ښځو او نجونو خورا ډېر محدودیتونه وضع کړي.
طالبانو همداراز له شپږم د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو پرمخ د ښوونځیو او د ښځو پرمخ د پوهنتونونو او د طبي تعلیمي موسسو دروازې تړلې دي.